امنیت

په هوايي بريدکې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١١
په لوګر ولايت کې تېره شپه د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکو په بريدونوکې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
باختر آژانس ته د لوګر ولايت د مطبوعاتي دفترله خوا د ليږل شوې اعلاميې له مخې، د لوګر ولايت د بره کي برک ولسوالۍ د لالک خيلو په سيمه کې د ايتلاف د ځواکونو د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو له امله پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ويل کيږي د طالبانو د پوځي کميسيون د حوزې رييس حبيب الرحمن هم په وژل شويو کسانوکې شامل دى.
ديوبل خبرله مخې:
يوه شپه مخکې په بره کي برک ولسوالۍ کې د پوځي عملياتو په بهيرکې درې تنه نور وسله وال طالبان ووژل شول او يو بل طالب ټپي شو.
د يادونې وړ ده چې په دغو پيښوکې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته