ورزش

دالمپيک په سياليو کې يوه افغان مهاجر ته جايزه ورکړي شوه .،

کابل باختر دزمري پنځمه

 د نړۍ  دفوټبال  دسوک  وهلو اتلانو ديويد بکام او محمد علي کلي ، يوه افغان مهاجر ته چې ويل کيږي دخپلۍ کورنۍ يو شمير غړي يي دافغانستان په جګړو کې له لاسه ورکړي ده  يوه جايزه ورکړه .

 دغه جايزه  پرون  په لندکې دلندن دالمپيک د سياليو  تر څنګ  نولس کلن افغان ځوان مطيع الله حيدر ته ورکړي شوه .

 حيدر اوس  په انګستان کې دورزش ښوونکي دي  ، دى ، دښوونکي تر څنګ کله کله له افغان مهاجرينو سره دمرستي په مقصد ژباړنه هم کوي هغه جايزه چې مطيع الله حيدري ترلاسه کړه له ورزشي جايزې وړاندې دلومړۍ نسل په نامه بلل شوې ده .

 دغه جايزه هغه ځوان ته ورکوله کيږي  چې رهبري او نوښت وښيي او دورزش په نړۍ کې دالهام منبع وي .

  د نړۍ د سوک وهنې اتل محمد علي کلي او دنړې دفوټبال نامتو ستوري ديويد بکام په ځانګړو مراسمو کې دستيژ  پرمخ څرګند شول او افغان  ځوان حيدر ته يي ددغې جايزې  په ورکولو سره دورزش په ډګر کې  دى او دده کارونه وستايل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته