ټولنه

په پنجشيرکې د ځوانانو ستونزې واوريدل شوې

کابل باختر د سلواغې ۲۹مه
د پنجشير ځوانانو د دغه ولايت له والي سره په يوه کتنه کې خپلې ستونزې طرحه کړې.
د پنجشير والي انجنير کمال الدين نظامي نن  له لسګونو تنو ځوانانو سره په کتنه کې، د هغوی د نظرياتو او ستونزو د اوريدو په مقصد د دغه ولايت په مرکز بازارک کې خبرې اترې وکړې.
د پنجشير د والي وياند عبدالودود علي مردان دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې کتنه کې د پنجشير والي، ځوانان د هېواد اصلي پانګه وبلله او ويې ويل چې ځوان ځواک کولاى شي د هېواد په پراختيا او وده کې رغنده رول ولوبوي.
  ده زياته کړه چې د پنجشير والي د ځوانانو د ټولنيزو ستونزو د لرې کولو او د ښوونې او روزنې د ښې زمينې د برابرولو لپاره دوى ته ژمنه ورکړه.
په همدې حال کې د پنجشير د ځوانانو آمر روح الامين د پنجشير د سيمه  ييزو مسوولينو کتنه له ځوانانو سره ارزښتناکه وبلله او زياته يې کړه چې د دغه شان کتنو دوام د ځوانانو په ګټه دی .
  ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته