امنیت

دارزګان دچوري په ولسوالۍ کې دطالبانو پرپټنځايونو دپوليسو دبرياليوعملياتو پاى ته رسيدل

ارزګان باختردکب دمياشتې ١٥ :

دارزګان ولايت په چوري ولسوالۍ  کې دوسله والو طالبانو پرپټنځايونو دافغان ځواکونو پوځي عمليات پاى ته ورسيدل.

دغه پوځي عمليات  دافغان ځواکونو له خوا دچوري ولسوالۍ په سراب سيمه کې دوسله والو طالبانو دپټنځايونو دله منځه وړلو  په مقصد ديکشنبې په ورځ پيل شوي  و.

ويل کېږي چې ددغو عملياتو په بهيرکې  يوشمير وسله وال طالبان  ووژل شول او ددوي ځيني پټنځايونه  هم دافغان ځواکونوله خوا  له منځه وړل شوي دي.

دسراب سيمه  په ارزګان ولايت کې دسله والو طالبانو  يوه مهمه سيمه بلل کېږي .

درارسيدلو خبرونو له مخې  په دې سيمه کې ددغې ډلې دبم  او په واټ کې دماينونو دجوړولو مرکزونو شتون درلود.

دارزګان ولايت دپوليسو کشفي مرستيال ګلاب خان باخترا ژانس ته وويل چې  ددغو عملياتو په بهيرکې څه ناڅه څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي  او ددوي ځيني پټنځايونه هم ويجاړشوي دي.

دګلاب دڅرگندونوله مخې  ددغو عملياتو دنښتو په بهيرکې دطالبانو يوشميرجنګي وسايل او دچاوديدونکې توکې  چې  دبمونو او په واټ کې  دماينونو په جوړولو يې کارول هم ترلاسه شوي دي .

دى وايي چې ځيني ړوسله وال طالبان له افغان ځواکونوسره دنښتې په بهيرکې له ساحي څخه تښتيدلي دي.

درارسيدلو خبرونو له مخې په اوس وخت کې  دسراب په سيمه کې امنيت تامين  ده  او خلکو په خپلو هميشنيو کارونو اوفعاليتونو پيل کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته