کابل باختر د وږي شپږ ويشتمه :
دکابل ښار دفوټبال دالف ټيم دسياليو په دوام نن دمخابراتو ټيم دبارک دځوانانو له ټيم سره لوبه کوي .
دباختراژانس دخبرله مخې ددغوسياليو په پرونيو لوبو کې دپامير دفوټبال ټيم دڅلورو په وړاندې په پنځو سره دمتحد چهاردهي ټيم ته ماتې ورکړه .
دپامير دفوټبال ټيم ددغوسياليو تر پنځمه اوونۍ پورې په لسو امتيازونوسره دجدول پرسر کې دي .
ختم_ عطاالله _ اکرم