کابل باختر دزمري نولسمه :
دقندهار ولايت د سپين بولدک او تخته پل په ولسواليوکې په ملکي وګړو د دوو چاودنو له امله پنځه تنه شهيدان او يوتن بل ټپي شو .
لومړۍ پيښه د سپين بولدک د لندي کاريز په سيمه کې رامنځته شوه .
د قندهار د والي وياند صميم خپلواک دباخترآژانس خبريال ته وويل: په دې سيمه کې د هغه ماين د چاودنې له امله چې دوسله والو مخالفينو له خوا ځاى پرځاى کړى شوى و؛ څلور تنه ماشومان شهيدان شول .
ده زياته کړه چې دشهيدوماشومانو عمرونه له اووه کلنى څخه ترلس کلنى پورې و.
د والي وياند وويل چې د ماين د چاودنې بله پيښه د تخته پل ولسوالۍ د علي آباد په سيمه کې رامنځته شوه .
خپلواک وويل چې يوشمېر کوچيان د پسونو په پيولو بوخت وو چې په لاره کې له ماين سره مخامخ شول او د چاودنې له امله يوتن شهيد او يوتن بل ټپي شو .
د والي د وياند د څرګندونوله مخې: ټپيان د پوليسو له خوا روغتون ته ليږدول شوي او روغتيايي حالت يې مخ په ښه والي بلل شوى دى .
ده زياته کړه چې دغه ماينونه د وسله والو مخالفينو له خوا د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په موخه ځاى پرځاى کړى شوي و چې په ملکي وګړو وچاوديدل.
1 1 دقیقه لوستل