سیاست

د احصايې د ملي کميټې غونډه جوړه شوه

کابل باختردوري دمياشتې ٣٠
د احصايې د ملي کميټې غونډه نن له غرمې وروسته دجمهور رييس دمرستيال او د دغې کميټې د رييس محمدکريم خليلې په مشرۍ جوړه شوه .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
لومړى دجمهوررييس مرستيال او د احصايې د ملي کميټې رييس  د احصايې د مرکزي ادارې د پخواني رييس ارواښاد عبدالرحمن غفوري دکړنو او هلوځلوله امله د قدردانۍ او د ده پاک روح ته د دعا دکولو په ترڅ کې ددغې ادارې  نوى رييس او همکارانو ته يې د زياتو برياليتوبونو هيله وکړه.
د غونډې د کار په دوام د احصايې د مرکزي ادارې مسوولينو د کابل ولايت د اقتصادي _ ټولنيزي او د ديموګرافى سروې په باب رپوټ وړاندې کړ او څرګنده يې کړه چې دغه سروې د اقتصادي او ټولنيزو مشخصاتو په برخه کې د نويو او هر  اړخيزو  معلوماتو د برابرولو په مقصد شوې ده چې په هغې کې استفاده کوونکو ته د ارقامو د برابرولو او خپرولو، له پلان جوړولو سره دمرستې، څارنې، څيړنې، د اقتصادي پانګونې لپاره د لارښوونې او د پلان جوړولولپاره د معلوماتو د لرلو په ګډون نتيجې ترلاسه شوې دي .
دغې ادارې د خطرونو او د زيانونو دملي سروې يا په  افغانستان کې د ژوندانه دحالت د سروې د نتيجو په باب هم رپوټ ورکړچې دغه سروې د يوشمېر مرستندويو بنسټونو په مرسته په بېلابېلو برخوکې دخلکو د ژوندانه د حالت د  روښانه کيدو په مقصد ترسره شوې ده چې د دوى په خبره په دغو برخوکې  ډيره هر اړخيزه نوې معلوماتي سرچينه بلل کيږي .
دغه سروې په١٣٩٠ او ١٣٩١ کلونوکې په ٣٤ ولايتونو،  ٣٤٥ ولسواليو، د شميرنې په  ٢٠٨٣ ساحو، ٢٠٢٨٨ کورنيو  او  ١٥٢٢٦٢ اشخاصو تر سره  شوې ده چې له نتيجو څخه د ملي پرمختيا د ستراتيژۍ دوه ويشت شاخصونه او د زريزې پرمختيا د هدفونو درې ويشت شاخصونه ترلاسه شوي دي چې دکار او وزګارتيا، بيوزلۍ، خوراکي مصوونيت، ښوونې او روزنې، روغتيا او د کورونو شاخصونه پکې شامل دي  .
د تصميم نيونې په کچه د ښځو او نارينه و د مشارکت سروې يو بل رپوټ و چې نننۍ غونډې ته وړاندې شو.
دغه سروې چې په ١٣٩٢ کال کې ترسره شوې ده؛ د وزارتونو  او د دولتي ادارو او د سترو اقتصادي موسسو جګپوړو کارکوونکو په مستقيمه توګه ترسروې لاندې نيولې ده .
د وړاندې شوي رپوټ له مخې: د احصايې مرکزي ادارې په تېر يو کال کې د اقتصادي او ټولنيزوسکټورونو د ارقامو د راټولولو او خپرولو په برخه کې فعاليتونه، په کابل ښارکې د انفلاسيون د تثبيت ، دکلنى اقتصادي ودې دټاکنې ، دکارکوونکو دکاري اومسلکي ظرفيت دلوړولو، دپروګرامونو د جوړولو او د روزنيزو ورکشاپونو په برخه کې هم  فعاليتونه ترسره کړي دي .
دا حصايې د مرکزې ادارې مسوولينو د معلوماتو په وړاندې کولوکې د خلکو نه همکارۍ،  امنيتي ستونزې، په ټاکلى وخت د ارقامو نه رسيدل، د ځينو دولتي او
خصوصي ادارو نه همکارۍ، د مسلکي کادرونو کمښت او له بېلابېلو پتو څخه د ارقامونه همغږي شويوارقاموخپرول ددغې ادارې د لارې پر سر پراته خنډونه او ستونزې وبللې او په دې برخه کې د خپلو پيشنهادونو او د حل د لاروچارو د وړاندې کولو په ترڅ کې يې د دغې ادارې د راتلوونکى کال دکاري پروګرامونو په باب همغونډې ته معلومات ورکړل.
کميټې داحصايې د مرکزې ادارې د مسوولينو د هڅو اوهاندله امله دقدردانۍ په ترڅ کې دکار دپرمختګ په تيره بيا د ترسره  شويو سروې ګانو د څرنګوالي په باب   پوښتنې طرحه  کړې چې ددغې ادارې د مسوولينو له ځوابونه ورکړشول .
کميټې د احصايې د مرکزې ادارې يوکلن کړه وړه تائيدکړل او پريکړه يې وکړه چې
هيڅ يوه دولتي او خصوصي اداره نه شي کولاى چې داحصايې ادارې ته  د اړتيا وړ ارقامو او معلوماتو د وړاندې کولو په لاره کې بې پروايي وکړي .
په دې غونډه کې د احصايې د مرکزي ادارې د راتلوونکي کال پروګرامونه او کاري پلان هم تائيد شول او پريکړه وشوه چې دولتي او خصوصي ادارې نه شي کولاى له همغږۍ او د منبع له يادونې پرته په بېلابېلو برخوکې ارقام او شميرنې خپرې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته