امنیت

په لغمان کې زیاتې سیمې د وسله والو له شتون څخه پاکې شوې

کابل/باختر/ د وږي ۱۲ مه
د لغمان د قرغیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې زیاتې سیمې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوې.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو یاند محمد هارون یوسفزي باختر اژانس ته وویل چې ګډو افغان ځواکونو د وسله والو د ځپلو او د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د زمینې دبراولو لپاره په قرغیو ولسوالۍ کې تېره ورځ چاڼیز عملیات پیل کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې په تېرو ۲۴ ساعتو کی د یادې ولسوالې اړوند د کابل – جلال آباد د لویې لارې په اوږدو کې د زنګوړې، مهاجرینوښارګوټی، سرخکان، نارنج باغ او د  خیروخېل سیمې د وسله والو له شتون څخه پاکې شوې او یو شکمن کس هم نیول شوی دی.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته