کابل/د غويي ٥مه /باختر
د طالبانويوسرګروپ تېره شپه په کندزکې له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شو.
د کندز د امنيې قومندانۍ وياند انعام الدين رحماني باخترآژانس ته وويل:چې د وسله والو طالبانو يوسرګروپ په بلال مشهور ضياء الدين د کندزولايت په علي آباد ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شو.
رحماني زياته کړه چې په دې نښته کې يوبل وسله وال طالب ټپي شوى او ونيول شو.
پاى –خديجه اشرفي
12 د یوې دقیقې څخه لږ