خبرونهاقتصادټولنه

د هرات د ترافیکو مدیریت څه باندې ۲۰۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د لړم ۲۸ مه، باختر

د هرات د ترافیکو مدیریت مسوولین وايي، چې د روان کال له پيل څخه یې تراوسه څه د پاسه ۲۰۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د هرات د ترافیکو عمومي مدیر ذبیح الله اکبري د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د یاد ولایت د ترافیکو مدیریت ۳۷ زره (ویشي) موټر ثبت کړي چې له دې جملې څخه یې زرو موټرو ته موقت پلېټونه او جوازسیرونه وېشلي دي.

هغه زیاته کړه، چې یاد مدیریت په یوه کال کې موټر چلوونکو ته لس زره لایسنسونه وېشلي دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې په ښار کې ترافیکي څراغونه فعال شوي او له ښاریانو یې وغوښتل ترافیکي اشاروته پاملرنه وکړي او د سرغړونې په صورت کې جریمه کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته