اقتصاد

دسويا شيدو دتوليد لومړۍ فابريکه جوړيږي .

کابل باختر د غبرګولي  درې ويشتمه :
دڅه دپاسه پنځو مليونو ډالرو په ارزښت دسويا شيدو دتوليد او  انډي کولو لومړۍ ستره فابريکه دکابل ښار په صنعتي  پارکونوکې جوړيږي .
دباختراژانس دخبر له مخې :دکرنې او اوبو لګولو وزارت دخوړو او تحصيل موسسي ( NEI) په همکارۍ  دجنوبي کوريا هېواد په مالي ملاتړ ددغې فابريکې په جوړولو اقدام کړى دى .
ددغې فابريکي دماشين الاتو ارزښت  دريو مليونو ډالرو ته رسيږي چې دجنوبي کوريا ددولت له خوا برابر او کابل ته ليږدول شوي دي او ټاکل شوې ده ددغې فابريکې  دماشين الاتو دجوړولو ، درولو او مونتاژ کار دروان هجري لمريز کال تر پاى پورې بشپړ شي .
دغه فابريکه به په يوه ورځ کې داته متريک ټنو سوياشيدو له دريو طعمو  سره څلويښت زره انډي دتوليد ظرفيت ولري چې سارى يې دګاوڼديو هېوادونوپه کچه کې نشته .
پنځه څلويښت  تنه به په مستقيم ډول په دې فابريکه کې په کار وګومارل شي او په سلګونو تنه نور به په غير مستقيم  ډول په کار استخدام شي .
دسويا بين شيدو له توليد وروسته داضافي  موادو څخه د BGپه نامه  نور مهم مواد ترلاسه کيږي چې چرګانو ته دخوړو دبرابرولو لپاره  به  وکارول شي او ټاکل شوې ده دشيدو دتوليد دفابريکي له بشپړيدو وروسته دچرګانو دخوړو دتوليد فابريکه هم ددغې فابريکې  تر څنګ جوړيږي  .
سويابين له مهمو پروتيني موادو څخه دي او دنغدي او تحصيل موسسي دکرنې اواوبو لګولو وزارت تر نظر لاندې په روان کال کې  کابو ١٧٥٠٠ تنه بزګران  دسويابين بوټي دکرکيلې او دمحصولاتو دراټولولو په برخه کې روزلي دي چې له دې جملې څخه اووه سوه تنه يې ميرمني  دي .
دسويابين بوټي زياتره دبلخ ، کندز ، پروان ، ننګرهار ، او دقندهار  په ولايتونوکې ښه حاصل لري .
تيرکال له ټول هېواد څخه  ٤٠٠٠ ټنه سويابين ترلاسه شوي و او هيله کيږي چې  سږ کال  دغه شمير بيخي  زيات شي .
په روان کال کې په يو ديرشو ولايتونوکې په ١٦٧٠٠ جريبه ځمکه کې سويابين کرل شوي دي .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته