سیاست

د امريکا د بهرنيو چارو وزير: ډاډمن يو چې امنيتي سندبه د افغانستان له راتلوونکي جمهور رييس سره لاسليک شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير: ډاډمن يو چې امنيتي سندبه د افغانستان له راتلوونکي جمهور رييس سره لاسليک شي.
د نيويارک ټايمز ورځپاڼه: لويديځ له افغانستان څخه د وتلو لپاره هيڅ علاقه نه لري.
کابل باخترد کب اتمه :
د امريکا دبهرنيو چارو وزير ويلي دي: ډادمن دى چې امنيتي سندبه دافغانستان له راتلوونکي جمهور رييس سره لاسليک کړي.
  دباخترآژانس دخبر له مخې: د امريکا د بهرنيو چارو وزير چې له يو شمېر خبريالانوسره يې خبرې کولې؛ وويل چې دغه سند به په هرحال لاسليک شي.
ده ددغه سند د لاسليک لپاره د جمهور رييس کرزي نه تمايل ته په اشارې سره ويلي دي چې د افغانستان د جمهوري رياست شپږو تنو نوماندانو ويلي دي چې دغه قرارداد به له امريکا سره لاسليک کړي.
د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د خپلې چارشنبې د ورځې په مقاله کې هم ليکلي دي چې له يوې خوا لويديځ مشران له افغانستان څخه په بشپړه توګه د خپلو پوځيانو د ايستلو په باب خبرې کوي، خو حقيقت دا دى چې هغوى له افغانستان څخه د وتلو لپاره هيڅ علاقه نه لري.
نيويارک ټايمز دغه تحليل تر دغه عنوان لاندې د امريکايي او د ناټو د مقاماتو له خولې وړاندې کړى دى: که چيرې د لويديځومقاماتوظاهري تندې خبرې يوې خوا ته پريږدو؛ حقيقت  دا دى چې هغوى له افغانستان څخه له وتلو سره تمايل نه لري.
  دغه امريکايي ورځپاڼه د ناټو د سازمان د سرمنشي هغو خبرو ته اشاره کوي چې پرون يې د دفاع د وزيرانو په غونډه کې وويل: که چيرې دافغانستان اوامريکا ترمنځ امنيتي سند لاسليک نه شي؛ ناټو به هم په افغانستان کې دخپلوسرتيرو د شتون موافقه ليک لاسليک نه کړي او د يوقانوني چوکاټ د نه شتون په صورت کې به له ٢٠١٤کال وروسته د ناټوهيڅ سرتيرى په افغانستان کې پاتې نه شي. خو دغه ورځپاڼه د ناټو د سرمنشي يوبل پيغام ته هم اشاره کوي چې په هغه کې يوڅرګندحقيقت نغښتى دى او دغه پيغام په حقيقت کې هغه څه دي چې ټول لويديځ مقامات غواړي په افغانستان کې عملي شي .
دناټو سرمنشي له هغه وروسته چې په بشپړه توګه له افغانستان څخه دلويديځو سرتيرو د وتلوپه باب خبرې وکړې؛ دغه راز وويل: غواړم ټينګار وکړم چې په افغانستان کې زموږ شتون يو مجبوريت دى. دغه خبرې په دې مانا دي چې د اختياري شتون نه دى، بلکې د هغو په نظر يوه اړتيا ده او کله چې دغه شتون مجبوريت وي؛ د صفر د انتخاب طرحه کول حقيقت نه لري.
د دفاعي کارپوهانو دڅرګندونو له مخې: په حقيقت کې د ناټو د سازمان د سرمنشي دويمې څرګندونې يو څرګند حقيقت بيانوي او په دقيقه توګه همدا دليل دى چې جمهور رييس کرزي د امنيتي سندپه اړوند د لويديځ مهلتونه  يواځې يو مانور بولي او دلويديځ اصلي سياست نه بولي .
دنيويارک ټايمز خپرونه دغه راز زياتوي چې د امريکا اړتياوو ته او په سيمه کې ددغه هيواد د شتون اړتيا ته په پاملرنې سره، په بشپړه توګه د امريکايي ځواکونو وتل د امريکا لپاره يو عملي انتخاب نه دى .
دغه خپرونه دغه راز د امريکا د اردو دګډو لوى درستيزانو د رييس جنرال ديمپسي څرګندونو ته اشاره کوي چې ويلي يې دي: له افغانستان څخه د وتلو لپاره هر راز ګواښ کيداى شي پردښمن اغيزه ولري او ښايي په ځينو مواردوکې د هغوى د هڅونې سبب شي.
دى زياتوي چې موږ له ٢٠١٤ کال وروسته هم په خپل ماموريت ژمن يو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته