کابل باختر د غبرګولي نهمه :
يو نيم ټنه بې کيفته او تيرتاريخ درمل نن په لوګر ولايت کې وسوځول شول .
دلوګر ولايت دعامې روغتيا رياست سرپرست ډاکترګلرحمن شاهي باختراژانس ته وويل چې يو نيم ټنه بې کيفته او تيرتاريخ درمل دتير يوکال په بهير کې دروغتيايي قوانينو د تطبيق دڅيړنې مديريت دکارکوونکو له خوا ددغه ولايت له درملتونونو څخه راټول کړى شوي و .
ده زياته کړه دغه درمل دموظف کميسيون په وړاندې په پل علم ښار کې وسوځول شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ