کابل- باختر د زمري دمياشتې ١٨
د جمهوري رياست لومړي مرستيال محمد يونس قانوني نن غرمه په کابل کې د فرانسې جمهوريت له نوى سفير ژان ميشل مارلو سره د خپل کار په دفترکې وکتل. دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې د جمهوري رياست لومړي مرستيال په دې ترڅ کې چې ژان ميشل مارلو ته د ده په نوى ماموريت کې د برياليتوب هيله وکړه ويې ويل چې د فرانسې جمهوريت زموږ له هيواد سره لرغوني او دوستانه اړيکې او مناسبات لري او په ټولو حالاتوکې يې د افغانستان له خلکو سره مرسته کړې ده .
د جمهوري رياست لومړي مرستيال په انتخاباتو پورې اړوندو پيښو ته اشاره وکړه او ويې ويل چې د جمهوري رياست د نوماندانو ترمنځ نوى موافقه ليک کولاى شي په هيوادکې د ملي وحدت د حکومت د جوړولو لپاره يوه زمينه شي.
په دې کتنه کې په افغانستان کې د فرانسې نوى سفير ښاغلي ژان ميشل مارلو هم د دواړو نوماندانو ترمنځ د ترلاسه شويو موافقو له امله خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې موږ به په دې لاره کې له دواړو لورو سره کار وکړو.
0 1 دقیقه لوستل