کابل/ باختر/ د کب دمياشتې ١٩مه
د لوګر ولايت امنيتي مسوولين وايي چې په محمدآغې ولسوالۍ کې د (خيبر -٥) عملياتو په بهيرکې وسله والو طالبانوته د سر دروند زيان اوښتى دى .
د باختر آژانس سيمه ييز خبريال دخبرله مخې:
د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ سرپرست سمونوال رحم خدا مخلض وايي چې له دوو ورځو راپدېخوا د وسله والو طالبانو د ځپلو او د خلک د امنيت د تامينولو په مقصد د لوګر ولايت د محمدآغې ولسوالۍ په مربوطاتوکې ګډ عمليات پيل شوي چې په برياليتوب سره دوام لري.
د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزى وايي چې تر اوسه پورې په دغو عملياتو کې د طالبانو د يوه سرګروپ شفيع الله په ګډون ٥ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څو تنه نوريې ټپيان شوي دي. په دغو عملياتوکې ٥٠٠ کيلوګرامه چاوديدونکي توکي، ٨ موټرسايکلونه او يو موټر له منځه وړل شوي دي او د دښمن يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .
ختم_ ج _ اکرم