کابل باختر دمرغومي يوولسمه
شپږ تنه پوليسان تېره شپه په بلخ ولايت کې شهيدان شول .
د بلخ د چمتال ولسوال متين خواجه زاده د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې ددغه ولايت په چمتال ولسوالۍ کې په يوې امنيتي پوستې د وسله والو طالبانو د بريد له امله شپږ تنه پوليسان شهيدان شول .
ده زياته کړه چې په دې پېښه کې پنځه تنه نور پوليسان ټپيان شول او وسله والو طالبانو د دغې امنيتي پوستې ټول جنګي وسايل له ځان سره وړي دي .
ويل کيږي دغه امنيتي پوسته د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ د مقر په پنځه سوه کيلومتري واټن کې موقعيت لري.
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ