سیاست

دمشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې دانتخا باتوپه قانون کې تعديلونه تصويب شول

کابلباختر دسرطان ٤
دسنا مجلس د رييس فضل هادي مسلميار په مشرۍ د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د انتخاباتو په قانون کې وارد شوي تعديلونه دڅلورم فصل تر١٩ مادې پورې تصويب شول.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
دغه قانون دهيواد د اساسي قانون دمادو له حکم سره سم دجمهوري رياست ، ملي شورا، ولايتي شوراګانو، د ولسواليو د شوراګانو ، دکليو د شوراګانو، ښارواليو او د هغو دمجلسونو د انتخاباتو په مقصد وضع شوى دى.
دانتخاباتو په قانون کې د تعديلونو طرحه چې د تقنين، عدلي اوقضايي چارو په کميسيون او په نورو کميسيونونو کې ترمطالعې اوتدقيق لاندې نيول شوې وه؛ نن د سناتورانو غلام محى الدين منصف، حافظ عبدالقيوم ، محمد حسن هوتک او د محمداسمعيل منشي له خوا غونډې ته  وړاندې شوه اوله لومړيم مادې څخه تر ١٩ مادې پورې يې چې له ځينو نويو تعديلونو سره جوختې وې؛ دغړوله خوا ديولړ نظريو له وړاندې کيدو وروسته د رايو په اکثريت تصويب شوه او پريکړه وشوه چې ددغه قانون د نورو تعديلاتي مادو په باب چې ټول يې ١٦ فصلونه او٧٩ مادې دي؛ سبا د روان کال د چنګاښ د مياشتې دپنځمې نيټې په فوق العاده غونډه کې پرې خبرې وشي.
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د تشکيل، دندو اوصلاحيتونو دقانون د تعديلاتو تصويب چې د روانې اوونۍ د يکشنبې په ورځ تصويب شول او د انتخاباتو په قانون کې د نويو تعديلونو په تصويب سره به د هيواد د راتلونکو انتخاباتو لپاره لاره اواره شي چې دسنا مجلس لپاره يو ستر برياليتوب بلل کيږي .
دغه راز سناتورانو دجمهوري رياست ارګ ته څېرمه په آريانا څلور لارې کې د وسله والو يرغلګرو نننى بريد وغانده او هغه يې دسولې دخبرو په بهير کې د مخالفينو د امتياز غوښتنې لپاره هلې ځلې و بللې او يو شميرسناتورانو په کشفي ځواکونو نيوکې وکړې چې ولې دغه پيښه يې مخکې له مخکې نه ده کشف کړې او نده شنډه کړې. خويوشميرنورو دامنيتي منسوبينو ميړانه چې تروريستان يې په ډير لنډ وخت کې او دسر له زيان پرته وځپل ، وستايله.
په غونډه کې څرګنده شوه چې دولت دې بايد دکشفي اورګانونو د بودجې په پياوړتيا اوپه نويو وسلو اوتګنالوژۍ د هغوى په سمبالولوکې اقدام وکړي چې هغويو کولى شي چې د نابرابرو استخباراتي جګړو په وړاندې له زيات نوښت څخه کاروا خلي.
ځينو غړو د شپنيو اوهوايي عملياتو د ممنوعيت اودتروريستانو دمجازاتو دبخښنې اوتخفيف اونورو په ګډون د دولت په ضد او نقيضو پاليسيو هم نيوکې و کړې چې دهغوى دڅرګندونو له مخې دغه شان انعطاف مننې دسولې له بهير سره د مرستې پرځاى د هغوى د پياوړتيا زمينې برابرې کړې دي او د(افکار ارګ نشينان ،افکار امريکائيان او افکارطالبان ) په ګډون، د دريو سياسي مفکورو تبارز چې درې واړه يې له يو بل سره په تضاد اوتناقص کې دي ، په افغانستان کې د وژنې او وينې توئيدو سبب شوي دي.
دغه راز ددغه شان بريدونو د زمينو په برابرولوکې دپاکستان ،امريکا او ايران دځينوحکومتي او د استخباراتو د مقاماتو د لاس لرلو يادونه وشوه او دتروريستي بريدونو زيا توالي ددې څرګندوى و بلل شو چې طالب دخبرو اومذاکراتو پديده نه ده. بايد له هغوى سره په غوڅه توګه چلند وشي او څرګنده يې کړه چې طالبان د پرديو مزدوران دي .دخبرو په خاطر دقطر د دفتر له پرانيستل کيدو سره سره ، بيا هم د سولې په خاطر دهڅو پرځاى خپلې ډاراچونې ته دوام ورکوي .
په غونډه کې له طالبانو سره دخبرو په پيچلى بهير او د امريکا په نه صداقت هم نيوکه وشوه اوټينګار وشو چې په امنيتي او کشفي مقاماتوکې دې د نه برياليو افراددو په شتون باندې نوى نظر وشي او د امنيتي سکتور مسوولين دې د ځوا ب ورکولو په مقصد مجلس ته وغوښتل شي.
دغه راز سناتورانو د حکومت او د ملي شورا د ځينو غړو له خوا په غيرمعياري پليټونو سره د تورو ښيښولرونکو موټرونو دتګ راتګ له امله خپله انديښنه څرګنده کړه او په دې برخه کې يې د لازمو تجويزونو د نيولو غوښتنه وکړه.
دمشرانوجرګې رئيس د موضوعګانو په جمعبندۍ کې دنننى ځانمرګى بريد دغندلو په ترڅ کې وويل چې سوله په باروتو سره لاس ته نه راځي. هغه کسان چې دنظام پرخلاف بغاوت کوي؛ بايد په غوڅه توګه دهغوى پرخلاف اقدام وشي.
ده د کشفي او استخباراتي اورګانونو د کمزورتيا يادونه هم وکړه او طالبان يې دپرديو مزودران وبلل او له طالبانو سره د امريکا اړيکې يې د پوښتنې وړ وبللې.
دغه راز په غونډه کې د داکا د ماين پا کولود موسسې د کارکوونکى د فراه ولايت د اوسيدونکى بسم الله په نامه د مقتول ديوې کورنۍ غړى چې په دغې مو سسه کې وژل شوى و؛ د مشرانو جرګې په ګالري کې حاضرشول او په دې برخه کې يې د عدالت غوښتنه وکړه وويل شول چې د دغې پيښې په اړوند يو تن نيول شوى خو بيرته خوشې شوى دى.
د مشرانو جرګې رئيس دغه قضيه دشکايتونو د اوريدو کميسيون ته وسپارله او ژمنه يې وکړه چې په خپله به هغه تعقيب کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته