کابل باختردسلواغې درې ويشتمه :
دملي دفاع وزارت نظام قراول ته څيرمه ديو چسپکي ماين دچاودنې له امله يو پوځي واسطه ويجاړه خو دسرزيان يې نه درلود.
دباختراژانس دخبرله مخې دملي دفاع وزارت وياند دولت وزيري ددغه خبر په تاييدولو سره وويل:
نن سهار داتو بجو او شلو دقيقوکې دملي اردو په يو رنجر موټر کې چسپکي ماين ځاى پرځاى شوى و چې دملي دفاع وزارت قراول دروازې ته دننوتو په وخت کې وچاوديد چې له امله يې دسرزيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ