ټولنه

کابل باختردزمري دمياشتې ١٥ :

کابل باختردزمري دمياشتې ١٥ :
د ملي شورا مشرانو جرګه  دنيکمرغه کوچني اختر درارسيدوله امله دافغانستان داسلامي جمهوريت  مشرتابه ، دملي اردو ،ملي پوليسواو دملي امنيت  زړورو منسوبينو ، عالمانو اودافغانستان ټول مجاهد اوديندار ملت ، دشهيدانو اومعلولينو درنو کورنيو ، له هيواد څخه بهرافغانانو اودنړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکي وايي اودلوى خداى  (ج) له دربار څخه دوي ته دروغتيا اوسلامتياهيله کوي چې انشاالله د روژې په مبارکه  مياشت کې د دوې طاعات او عبادات  د خداى (ج) په دربارکې منل شوي وي او دنيکمرغه کوچني اختر ورځې په خوښي اوخوشخالي سره تيرې کړي او هيله لرو چې ددغو طاعاتو اوعباداتو په برکت  له افغانستان او ټولې نړۍ څخه دجګړې او ورانۍ ټغر ټول شي  اوپه  نړۍ کې  سوله  اونيکمرغې ټينګه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته