امنیت

د جمهور رئیس غني په مشري امنیتي غونډې د کابل وروستۍ تروریستي پېښې د څېړنو د پرمختګ څرنګوالی وارزاوه

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ١٣
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشري د میدان وردګ پولیسو تعلیمي مرکز د فارغانو پر لېږدونکو موټرونو د انتحاري برید د پېښې د ارزونې د پرمختګ د څرنګوالي په موخه امنیتي غونډه جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه، د هېواد عمومي امنیتي اوضاع وارزول شوه. جمهور رئیس د هېواد د امنیتي او دفاعي سکتور د مسوولینو د راپورونو له اورېدلو وروسته لارښوونه وکړه، چې د میدان وردګ پولیسو تعلیمي مرکز د فارغانو پر لېږدونکو موټرونو د تروریستي برید څېړنې دې ژر او په دقت بشپړې شي، تر څو د هغو په رڼا کې لازم اقدامات وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته