ټولنه

په سمنګانوکې ديوه ځوان زندۍ کيدل

کابل باختر د کب دمياشتې  ٩ :
د سمنګانو ولايت دمرکز ايبکو ښار اوسيدونکى  ١٧ کلن جمشيد زندۍ او  وژل شوى دى.
د سمنګانو ولايت دامنيې قوماندانۍ  دمطبوعاتو مسوول  دويم څارن  منير
رحيمي باخترآژانس ته وويل ؛ دسمنګانو ولايت دمرکز ايبکو ښار دلرغان 
دکلي اوسيدونکى ١٧ جمشيد په نامعلوم دليل  زندۍ او وژل شوى دى.
رحيمي وويل : دغه ځوان چې دفلزکارۍ شاګرد  و وروسته له هغه چې دمازيګر لمونځ يې په کور کې ادا کړ په بڼ کې  په يوه ونه کې  زندۍ شوى دى.
رحيمي وويل :ددغه ځوان دوژنې په اړوند څوک نه دي نيول شوي  .
خو دپوليسو لومړنۍ څيړنې ښيي چې دغه  ځوان دکورني اختلافونو له امله  ځان زندۍ کړى دى.
په همدې حال کې ددغه ځوان پلار محمد حسين چې غريبکار اوبيوزله سړى دى  وايي  زوى يې يو آرامه شخص و  په کور کې په محبت سره يې ژوندکاوه   ده له هيچاسره دښمني نه درلوده  نه پوهيږي چې ولې زوى يې ځان زندۍ کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته