امنیت

دعاشورا دمراسمو دنمانځنې دامنيتي کميسيون غړي وستايل شول .

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٦ :
د ديني چارو او دمذهبي مراسمو دتنظيم دعالي شورا غړو دکورنيو چارو وزارت دامنيتي چارو ستر معين اود عاشورا دمراسمو دنمانځنې دامنيتي کميسيون رييس ستر پاسوال محمد ايوب سالنګي او ددغه کميسيون غړي نن  وستايل .
  دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په هغو ځانګړو مراسمو کې چې دعاشورا د مراسمو  د نمانځنې  د امنيتي چارو دکميسيون دغړو دستاينې په مقصد د ولسي  جرګي دځينو غړو په شتون دديني چارو او دمذهبي مراسمو د تنظيم دعالي شورا له خوا  پرځاى شوي و .
د عاشورا  د مراسمو دنمانځني په   ورځو کې د افغانستان  د امنيتي ځواکونو  
کړه وړه او فعاليتونه وستايل شول .
په دې غونډه کې لومړى دديني چارو او دمذهبي  مراسمو د تنظيم دعالي شورا
رييس آيت الله صالحي  په کابل  او د هيواد په ځينو ولايتونوکې د دغې مذهبي ورځې د جلا جلا مراسمو د پرځاى کولو د امنيت دتامينولو په لاره کې د عاشورا
د مراسمو  د نمانځنې  د امنيتي چارو دکميسيون  د غړو د هڅو او هاند له   امله قدرداني    وکړه او  په   هيواد   کې دامنيت د لازيات   تامينولو په   لاره  کې   يې دافغانستان له امنيتي ځواکونوسره خپل ملاتړ اعلام کړ .
دکورنيو چارو وزارت دامنيتي چارو سترمعين او دعاشورا دمراسمو دنمانځنې دکميسيون رييس سترپاسوال محمدايوب سالنګي په  داسې حال کې چې د ملي اومذهبي مراسمو دنمانځنې دامنيت په تامينولو کې د خلکو دهمکارۍ له امله قدرداني وکړه او ويي ويل په دې  وروستيو وختوکې ځينې مغرض ، اشخاص او ډلې هلې ځلې  کوي  چې په بيلابيلو بڼو دخلکو ترمنځ حساسيت پارونکو قومي اومذهبي مسئلو ته لمن وهي او د نفاق په اچولو سره له دې لارې شخصي استفاده کوي ، خوله نيکه مرغه په دې بريالي نه شول چي  د افغانستان دخلکو ټينګه اراده  چې هماغه ملتوالى دى کمزوري کړي  . لکه څنګه چې دعاشورا مراسم دخلکو په پراخ ګډون سره  په کابل او دهيواد په ځينوولايتونوکې په برياليتوب سره پاى ته
ورسيدل ،  دهيواد له امنيتي ځواکونو سره دخلکو دهمکارۍ څرګنده بيلګه ده .
دکورنيوچارو وزارت  دامنيتي چاروسترمعين دغه رازډاډ ورکړ چې دافغانستان  امنيتي  ځواکونه   به   په هيواد کې د  مذهبي او  ملي مراسمو د  نمانځنې دامنيت دتامينولو  لپاره هيڅ راز هلې ځلې ونه سپموي او شپه او ورځ به دسولې او امنيت دفاع وکړي .
په پاى کې دافغانستان دولسي جرګې غړي سيدحسين عالمي بلخي هم دمذهبي او ملي   مراسمو د نمانځنې دامنيت د  تامينولو په   لاره کې د حکومت په تيره  بيا دافغانستان دامنيتي ځواکونو د پاملرنې  له امله  مننه وکړه او دافغانستان له ټولو خلکو څخه يې  وغوښتل چې  د ملي ارزښتونو  په  ساتنې سره د افغانستان دخلکو
دښمنانو ته  اجازه  ورنه کړي  چې په  دښمنانه  توطيو سره  د  افغانستان   امنيت
ګډوډ کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته