امنیت

په ننګرهارکې د داعش په سنګرونو نوي مرګاني هوايي بريدونه

-کابل باختر د  وږي   اتلسمه :
د ننګرهار ولايت د داعشيانو په سنګرونو د هوايي بريدونو د نويو څپو ډګر و. دغه بريدونه په تيرو څليرويشتو ساعتوکې د ننګرهار ولايت په ځينو سيموکې د داعشيانو په سنګرونو شوي دي.
لومړى بريد تېره شپه په کوټ ولسوالۍ کې د داعشيانو په پټنځي ترسره شو .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې هوايي بريدکې د داعش د ډلې لس تنه غړي ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
ديوبل خبر له مخې:
اته تنه داعشيان دننګرهار ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د هغوى په سنګرونو په هوايي بريدونوکې ووژل شول.
په دغو داعشيانو تېره شپه د اچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوى په پټنځي کله چې د يولړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت و؛ بريدونه وشو .
  د افغانستان په ختيځ کې دپوليسو يو جګپوړى قوماندان وايي چې په دې هوايي بريدکې اته تنه داعشيان وژل شوي دي .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پنځه تنه داعشيان په عملياتوکې د شاملو پوځيانو له منګولو څخه پاکستان ته د تيښتې په وخت کې د دغو پوځيانو د ډزو له امله وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته