سیاست

ډاکتر عبدالله عبدالله نوم ثبت کړ

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٩
دملي ايتلاف مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په  رسمي  ډول  د جمهوري رياست دانتخاباتو دکانديد په توګه دانتخاباتو په خپلواک کميسيون کې نوم ثبت کړ .
دباختر آژانس دخبرله مخې ډاکترعبدالله له اسلامي ګوندڅخه انجينرخان محمد
د خپل لومړي مرستيال په توګه او حاجي محمدمحقق د دويم مرستيال په  توګه ټاکلي دي .
دا په داسې حال کې ده چې ځينو رسنيو خبر ورکړي و چې ډاکتراشرف غني احمد زي  هم استعفا ورکرې ده او دانتخاباتي کانديد په توګه چمتو دى چې نوم ثبت کړى .
څو ورځې مخکې له ملي وفاق څخه عبدالله شير دانتخاباتو دلومړي کانديد په توګه نوم ليکلي و.
دجمهوري رياست دکانديدانو دنوم ليکنې بهير دتلې دمياشتې ترڅوارلسمې نيټې پورې دوام کوي.
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون دمسوولينو دڅرګندونو له مخې دغه وخت دتمديد وړ نه دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته