نوى ډيلي – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٨
د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند د لاهور په ښارکې د جماعت الدعوه د غونډې د جوړيدو له امله په انتقاد سره وويل چې د پاکستان حکومت په دغو اقداماتو سره تروريزم ته مشروعيت ورکوي .
د هند د خبري آژانسونو د خبرله مخې: سيد اکبرالدين پرون په نوي ډيلي کې د خبرو په ترڅ کې په لاهور ښارکې د جماعت الدعوه په دوه ورځنۍ غونډې په جوړولو د پاکستان د حکومت په اقدام نيوکې وکړې او ویې ويل چې دغه غونډه د پاکستان د سختو امنيتي تدبيرونو لاندې جوړه شوه .
ده زياته کړه چې دغه غونډه د هغه سازمان له خوا جوړه شوې ده چې نه يوازې هند بلکې امريکا ، بريتانيا، استراليا او د ملګرو ملتو سازمان هغه غيرقانوني اعلام کړى دى.
د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل: له تروریستي ډلو او د جماعت الدعوه د ډلې په ګډون د ډلو رسمي فعاليت او د پاکستان ملاتړ چې د حافظ سعيد په مشرۍ فعاليت کوي؛ له رسمي تروریستي فعاليت څخه کم نه دى.
ده يادونه وکړه چې له تروریستي ډلو څخه په ملاتړکې د پاکستان د حکومت اقدامات له تروريزم سره د مبارزې لپاره نړيوالو قوانينو ته په ډاګه بې پروايي ده .
د هند حکومت د جماعت الدعوه ګوند په مشر حافظ سعيد د بمبیي په ښارکې د ٢٠٠٨ م کال د نومبر د مياشتې د ٢٦ نيټې په بريدونوکې دلاسوهنې تورلګولى دى.
په دغو وسله والو بريدونوکې چې په بمبيي ښارکې په يو شمېر هوټلونو، سينماګانو او تجارتي مرکزونو ترسره شول؛ نږدى ١٩٨ تنه ووژل شول.
0 1 دقیقه لوستل