ورزش

بامياني بايسکل ځغلوونکو له نشه يي توکو سره دمبارزې لپاره څو کيلومتره لاره ووهله

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ١ :
بامياني بايسکل ځغلوونکو له نشه يي توکو سره دمبارزې لپاره څوکيلومتره لاره ووهله .
دغو ورزشکارانو په باميانو کې  له نشه يي توکو  سره دمبارزې لپاره  څوکيلومتره لاره  ووهله  چې له دې لارې  له دغې کرغيړنې پديدې سره  خپل نفرت وښيي.
دغه سيالۍ  دنجونو او هلکانوپه ګډون په دوو  جلا ټيمونو  د اينده سبز افغانستان  دبنسټ له خوا  له نشه يي توکوسره دمبارزې دنړيوالې ورځې او  اوونۍ  په درشل کې  دباميانو ولايت په مرکز کې ترسره شوه .
په باميانو کې بايسکل ځغلوونکو کابو ٤ کيلومتره لاره ووهله   چې راشئ    نشه يي توکو ته  نه ووايو شعارونه يې له ځان سره ليږدول.
دباميانو دښځينه بايسکل ځغلوونکو فدراسيون استازې  ذکيه محمدي     وايي  هغه بنسټ  چې دوى  جوړ کړى دى   دپيغام رسوونکو درول څرګندوى دى.
ورزشکارانو دسيالۍ په پيل کې له  حکومت څخه  وغوښتل چې ځوانانو ته ورزشي زمينه برابره کړي  چې ځوانانو دنشه يي توکو دکارولو پرځاى ورزش ته  مخه وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته