امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل- باختر د کب دويمه :
څلور تنه وسله وال طالبان له افغان امنيتي ځواکونو سره د جګړې په بهيرکې ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ساعتوکې دکونړ ، لغمان ، بلخ ، قندهار ، غزني او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، شپږ تنه ټپيان او څلور تنه نور يې ونيول شول .
ويل کېږي چې ددغو عملياتو په بهير کې ٢٣ کلاشينکوفونه ، څلور ميله پيکا ، اتلس ډول ډول ماينونه او نورو پوځي وسايل او تجهيزات ترلاسه شوي دي .
د يوبل خبر له مخې: د وسايطو ضد درې ماينونه چې وسله والومخالفينو د ارزګان  ، فارياب او دننګرهار د ولايتونو په مربوطاتوکې ښخ کړي وو؛ د ملي پوليسو دمنسوبينو له خوا کشف او شنډ کړى شول .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته