ټولنه

په هرات کې ښځو ته دحقوقي مرکزونو دجوړولو لپاره هلې ځلې

هرات د جوزا دمياشتي٨ نيټه :

دهرات ولايت سيمه ييز مقامات هلې ځلې کوي  چې ددغه و لايت دولسواليو په  کچه له ښځو سره  دحقوقي مرستو  مرکزونه  جوړ کړي .دهرات ولايت  دښځو دچارو رياست مسوولين وايي  دهرات ولايت مقام ، دښځو دچارو  او دعدليې رياستونه به دغه مرکزونه د ولسواليو په کچه جوړ کړي  چې ښځي وکولاي شي دخپلو حقوقي مسئلو په باب زيات معلومات ترلاسه کړې .

دباختراژانس دخبرله مخې دهرات ولايت دښځو دچارو رياست  سرپرستې  ميرمن  فيض زاده  دانجيل او کهسان ولسواليو دحقوقي مرستو رضاکارانو ته دپنځه ورځنې روزنيز ورکشاپ دجوړولو دپيل په مراسمو کې  دښځو دستونزو په لري کولو کې ددغه شان مرکزونو د جوړولو ارزښت بيان کړ.

 په دې روزنيز ورکشاپ کې دکهسان اودانجيل دولسواليو دحقوقي مرستو شلو تنو  رضاکارانو  ګډون کړې وې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته