اقتصاد

په هرات کې د مرخېړيو د حاصلاتو د زياتوالي لپاره هڅې

 کابل/ د غویي ٥ مه / باختر
د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د افغانستان په لوېديځ کې د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروګرام په همکارۍ د مرخېړيو د روزنې په لسو مرکزونو د مرخېړيو تخم ووېشل.
دغه کار د مرخېړيو د حاصلاتو د زياتوالي په موخه ترسره شوى دى.
د هرات د کرنې رياست يوه مسوول باختر آژانس ته وويل چې د مرخېړيو دغه تخم  پر هغو مېرمنو چې په دغو مرکزونو کې د مرخېړيو د روزنې او کرکېلې څرنګوالي  زده کړى دى، ووېشل شول.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بزګرانو په تېره بيا د بزګرو ښځو د ملاتړ او د هغوى د ګټې د ترلاسه کولو او دغه راز په هېواد کې د دغه محصول د ودې په موخه له څو کلونو راپدېخوا د ولايتونو په تحقيقاتي فارمونوکې د صدفي مړخېړيو د کرکيلې توليد او رواجول پيل کړي دي او تراوسه په هرات کې يوشمېر مېرمنې  روزلې دي.
د مسوولينو د څرګندونو له مخې؛ د مرخېړيو محصولات د قناعت وړ دي، په دې ډول چې له هرو لسو ورحو وروسته حاصل ورکوي.
د افغانستان په بازارونوکې د يوه کيلو مرخېړيو بيه تر پنځو افغانيو پورې د هچې ددغه محصول روزنه کولاى شي د دغو مېرمنو په اقتصادي ودې سره ښه مرسته وکړي.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته