فرهنګ

دځوانانو دهمغږي دپراختيا مرکز پرانستل شو .

کابل باختر د  غبرګولي  لسمه

  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين تيمور شاه اسحق زي نن په کابل کې دځوانانو دهمغږي دپراختيا مرکز پرانست .

 دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې، په دې مرکز کې  په  بيلابيلو برخوکې ځوانانو ته  لنډ مهال روزنيز  کورسونه جوړيږي .

  په لومړي دوره کې  ١٥٠ تنه ځوانان دخطاطي ،  رسامي ،  دکمپيوتر داساساتو  دزده کړې او دانګليسي ژبې په برخو کې  زده کړه کوي .

 تيمور شاه اسحق زي ددغه مرکز دپرانستلو په مراسمو کې ويناوکړه  او په بيلابيلو برخو کې  يې دځوانانو ستونزې بيان کړې او وي ويل هلې ځلې کيږي چې دامکان  ترپولي  پورې دځوانانو ستونزې  په هيواد کې د ځوان نسل  په توګه پاى ته ورسيږي
 اسحق  زي  دغه راز وويل دهيواد په مرکز او ولايتونوکې دافغانستان دځوانانو دمدني ټولنې جوړول، دځوانانو دچارو دمعينيت دکار په لارښود کې ځاى  لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته