امنیت

په ارزګان کې داوو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د ثور اوومه :
اووه تنه وسله وال طالبان په ارزګان ولايت کې دنويو نښتو په بهير کې  ووژل شول
دغه نښتې تيره شپه او نن سهار ددهراود په ولسوالۍ او دترينکوټ ښار ته څيرمه شوي دي.
په ارزګان ولايت کې دملي اردو يوه خبرځاى دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو نښتو کې اووه تنه  وسله وال طالبان وژل شوي او يوتن بل ټپي شوى دى .
ويل کيږي چې په دغو نښتو کې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
دملي اردو ديوه قوماندان دڅرګندونو له مخې، پوځيانو ددغو نښتو په پاى کې جنګي وسايل ترلاسه کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته