کابل /دلړم ٢١مه / باختر:
٦ وسله وال طالبان په زابل کې دپوځيانو په بريد کې ووژل شول .
په دغووسله والو طالبانو تېره شپه په دايچوپان ولسوالۍ کې ددوى په پټنځيو برېدونه وشول .
دهېواد په جنوب کې داتل قول اردو يوجګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې برېدونوکې ٦ وسله وال طالبان ووژل شول.
هغه وويل: دغه وسله وال طالبان مخکې له دې چې ددايچوپان په امنيتي پوستو برېدونه وکړي ددوى په پټنځيو برېدونه وشول .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې دزابل پوليسو نن سهار له ګڼ مېشتو لارو څخه ديوولسو ماينونو په کشفولو سره ديولړ چاودنو مخه ونيوله .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ