امنیت

په پروان کې دناټو دځواکونو په کاروان دګلبدين په مشرۍ دمخالفينو له خوا بريد وشو

کابلباختردتلې دمياشتې٢٧
په پروان ولايت کې دناټو دځواکونو په کاروان  پرون ځانمرګي بريد وشو خو ويل کيږي چې ددغه بريد له ا مله دسر زيان نه دى اوښتى .
دغه بريد دبګرام ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت وشو چې په موټرسايکل
سپور يوځانمرګي يرغلګر ځان دناټودعسکرودکاروان په وړاندې وچاوه  .
دپروان ولايت دبګرام ولسوالۍ امنيه قوماندان حشمت مسلم باختراژانس ته وويل:  چې په دې بريدکې دناټو عسکرواوملکي  وګړ وته زيان  نه دى رسيدلى ،خو ځانمرګي  يرغلګر وژل شوي دي
دبګرام امنيه قوماندان وايي چې ځانمرګي يرغلګريوتنکى ځوان اود تخارولايت اوسيدونکي و.
دګلبدين حکمتيار په مشرۍ اسلا مي ګوند د دغه بريد مسوليت په غاړه اخيستى دى او ويلي يې دي چې ددغه بريدله ا مله دناټوعسکرو ته دسرزيات زيان اوښتى دى .
دناټو ځواکونو تراوسه پورې په دې باب نظر نه دى څرګند کړى  .
ويل کيږي دغه بريد په امريکا يي عسکرو شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته