نړۍ

دفزيک په برخه کې دنوبل دجايزې ګټوونکى معرفي شو

کابل باختردتلې دمياشتې ١٩ :
دسويډن دعلومو سلطنتي اکاډمى پرون دفزيک دنوبل جايزه يو فرانسوي او يو امريکايي  پوه ته ورکړه.
باختراژانس د نړيوالو خبري منابعو له خولې خبر راکړ: دسويډن دعلومو سلطنتي اکاډمى سږکال د فزيک د نوبل جايزه يوه فرانسوي سرج هاروش او امريکايي پوه ديويدواينلند ته دکوانتوم وړانګې پيژندنې په باب دڅيړنې اودفوتونونو اودهغو دبنسټيزو واحدونو ددقيق کنترول په خاطر ورکړه .
دفزيک دبرخې دنوبل جايزه تيرکال سال يرلموتر، برديان اشميت او ادام ريس ته دهغو تحقيقاتو په خاطر چې دواټن دټاکنې په خاطر دستندردو دشمعو په توګه دابرنواخترونو څخه داستفادي په خاطر  و دغه کار ددې سبب شو چې وکولاي شي وښيې چې دنړۍ سترکيدل شتاداردي.
الفردنوبل خپل وروستۍ وصيت په ١٨٩٥ کال  کې  لاسليک کړ اوپه هغه کې يې دخپلې شتمني زياته برخه د جايزو يوې مجموعي  چې دنوبل دجايزې په نامه ياديږي ځانګړي کړه.
دغه راز دنوبل په وصيت  ليک کې  ليکل شوي دي چې ددغو شتمنيو يوه برخه په هغه سړى پوري اړه لري چې دفزيک په برخه کې مهم اختراع ياکشف ولري.
ويل کيږي چې له ١٩٠١ کال څخه تراوسه پورې دفزيک په څانګه کې  ١٠٥ جايزي پوهانو ته ورکړي شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته