نړۍ

په مصر کې ديوې پوځي الوتکې د راغورځيدو له امله شپږ تنه ووژل شول

قاهره- نيوزنو – باختر د وږي دمياشتې ٣١
دمصر دپايتخت قاهرې د جنوب په فيوم ښارکې ديوې پوځي الوتکې د راغورځيدو له امله ددغه هيواد شپږ تنه پوځيان ووژل شول او يو تن بل ټپي شو.
دمصر د انګليسي ژبې ورځپاڼې اهرام آنلاين دخبري سايت دخبرله مخې :دغه پيښه ديوه آزمايښتي تمرين په بهير کې په پوځي ترانسپورتي الوتکه کې په ناڅاپي ډول دفني نيمګرتيا د رامنځته کيدو زيږنده ده .
دمصر د دفاع وزير او لوى درستيز ددغې پيښې په باب دتحقيق لپاره ديوې کميټي دجوړولو امر کړى دى .
تيرکال هم دمصر يو هليکوپټر دسيناد دښتې په شمال کې د شيخ زوويد سيمې ته څيرمه راغورځيدلې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته