امنیت

په فارياب کې د انتخاباتو دکميسيون تښتول شوي کارکوونکي د طالبانو له منګولو څخه خوشې شول

کابل باختر دليندي څوارلسمه :
له يوې مياشتې وروسته وسله والوطالبانو په فارياب ولايت کې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون دوه تنه کارکوونکي پرون خوشې کړل .
يوه مياشت مخکې د انتخاباتو دکميسيون پنځه تنه کارکوونکي د المار ولسوالۍ _ ميمنې  ښار په لويه لاره کې د وسله والو طالبانو له خوا وتښتول شول .
  ددغو کارکوونکو له جملې څخه درې تنه يې له تښتولو يوه ورځ وروسته دقومي مشرانو په منځګړيتوب د وسله والو طالبانو له منګولو څخه خوشې شوى و؛ خو دوه تنه نور يې پرون خوشې شول .
دفارياب د والي ويندوى احمد جاويد بيدار باخترآژانس ته وويل: دغه دوه تنه کارکوونکي هم له طالبانو سره دقومي مشرانو دخبرو اترو وروسته خوشې شوي دي او د دوى په خوشې کولوکې کومه معامله نه ده شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته