ټولنه

په لغمان کې د ملي اردو د شهيدانو کورنيومرستې ترلاسه کړې

کابل / د وري ١٤مه /باختر
په لغمان کې د ملي اردو د شهيدانوپه لسګونوکورنيو ته خوراکي توکي وويشل شول.
د دغو کورنيوبچيانو په وروستيوکلونوکې له ډآر اچوونکو سره په جګړه کې شهيدان شوي دي .
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د رسنيودفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي چې په دې دوره کې په ١٢٦کورنيو اوړه ، غوړي ،لوبيا، چاى ،بوره او صابون وويشل شول.
مخکې له دې د افغانستان د ملي دفاع وزارت اعلام کړې و چې په هېواد کې د روژې د مبارکي مياشتې په درشل کې په هېواد کې د ملي اردو د شهيدانو له زرګونو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته کوي.
ختم- ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته