تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د وزیرانو ستر مسوولیتونه

کابل / د لیندۍ ۱۳ مه / باختر
ولسي جرګې له څو نوماندانو پرته، د کابینې ډېرو غړیو ته د تایید رایه ورکړه. ښایي په نږدې ورځوکې دوی لوړه وکړي او بیا د وزیرانو په توګه کار پيل کړي.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
تر دې دمه که به د کوم وزارت په کار کې نوښت او پرمختګ نه ترسترګو کېده؛ نو ټولو به ویل چې سرپرستان چارې پرمخ وړي او دوی نه شي کولای ټول هغه واکونه او صلاحیتونه وکاروي چې یو وزیر یې لري او همدارنګه هغو مسوولیتونو ته اوږه هم نه شي ورکولای چې یو وزیر یې باید ومني او په اړه یې بیا ځواب ووایي. اوس دا ستونزه حل شوه. وزیرانو د ولسي جرګې د تایید رایه واخیسته او اوس هم خپل بشپړ واکونه کارولی شي او هم باید په پوره توګه ټولو مسوولیتونو ته اوږه ورکړي.
د افغان ولس هیله دا ده چې هر وزیر باید په خپلو اړوندو چارو کې نوښت راولي. موږ پوهېږو چې په ټولو وزارتونو کې ګڼې ستونزې شته. دا ستونزې په هره برخه کې ترسترګو کېږي. تر هرڅه وړاندې د وزارتونو تشکیلاتي جوړښت ستونزې لري. د ګڼو وزارتونو او نورو ادارو تشکیلات ډېر پخواني دي او د اوسني عصر له غوښتنو او اړتیاوو سره اړخ نه لګوي. که څه هم په وروستیو کلونو کې د ملکي خدمتونو د قانون په رڼا کې یو شمېر بدلونونه راغلي دي؛ خو له بده مرغه دا بدلونونه اوسنیو اړتیاوو ته ځواب ویلی نه شي. په تېرو څو کلونو کې سرپرستانو وزارتونه اداره کول او هغوی تشکیلاتي مسایلو ته ډېره پاملرنه نه کوله. داسې وزیران هم وو چې د خپل ماموریت ترپایه یې د خپل وزارت تشکیل ونه پېژاند.
د تشکیل موضوع ډېره مهمه ده. هر وزیر باید د خپل اړوند وزارت تشکیل په ژوره او هر اړخیزه توګه وڅېړي او بیا د اداري اصلاحاتواو ملکي خدمتونو له کمېسیون سره په همغږۍ کې خپل تشکیل د اوسني پړاو له غوښتنو سره برابر کړي. په تشکیل کې باید تخصصي برخې ته ډېره پاملرنه وشي. په ځینو وزارتونو او ادارو کې د مسلکی او تخصصي مامورینو په پرتله مالي، اداري، خدماتي او نور حمایتي مامورین ډېر دي. په دې برخه کې باید د تخصص او مسلک تله درنه وي، نه د حمایتي برخې تله. که هر وزیر وکولای شي د خپل وزارت تشکیل په سمه او هر اړخیزه توګه د اوسنی پړاو له غوښتنو سره برابر کړي؛ نو پوره باور دی چې ستونزې به ډېر ژر حل شي.
په دویم ګام کې د وزارت ستراتېژي ده. له بده مرغه په دې برخه کې هم ګڼې ستونزې شته. د یو شمېر وزارتونو او ادارو لنډمهالې، منځ مهالې او اوږد مهالې موخې معلومې نه دي. په دغه راز وزارتونو کې ډېر تمرکز د ورځنیو چارو پر سرته رسولو دی او بس، یانې مکتوبونه لاسلیک کړه، وارده او صادره یې ونیسه او نور هېڅ مه کوه.
هر وزارت باید روښانه ستراتېژي ولري او هر وزیر ته باید دا ښه څرګنده وي چې د ده اړوند وزارت به درې میاشتې وروسته په کوم حالت کې وي، شپږ میاشتې وروسته به په کوم حالت کې وي او کال وروسته به کوم ځای کې وي او پنځه کاله وروسته به یې وضعیت څنګه وي. وزیران باید له دغو تصادفي او ورځنیو کارونو راووځي او ستراتېژیک فکر وکړي، ستراتېژیک لرلید ولري او پرمختګ چورلیزه تګلاره پرمخ یوسي.
پای/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته