خبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

ننګرهار ته د جمهوررییس سفر او د ننګرهاریانو غوښتنې

کابل/ د مرغومي ۱۸مه/ باختر

جمهوررییس محمد اشرف غني نن جلال آباد ته تللی دی او هلته یې د سیمه ییزې ادارې له مسوولینو او همدارنګه د ننګرهار له مشرانو او مخورو سره خبرې او کتنې پیل کړي دي. د ننګرهار ولس له جمهوررییس څخه کومې غوښتنې لري؟

د باخترآژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:

ننګرهاراو ننګرهاریان له جمهوررییس څخه ښایي ډېرڅه وغواړي او د دې غوښتنې علتونه هم څرګند دي. تر هرڅه وړاندې د جمهوري ریاست په تېرو انتخاباتو کې د ننګرهار خلکو د ټولو نوماندانو په منځ کې، محمد اشرف غني د جمهوري ریاست وړوباله او په خورا غوڅ اکثریت یې د ده ملاتړ وکړ. د ننګرهار خلکو په حقیقت کې د جمهوررییس د تګلارې، د هغه د پرمختیایي پروګرامونو او په ټوله کې د افغانستان لپاره د هغه د اوږدمهالي ستراتېژیک لرلید ملاتړ وکړ. ننګرهاریانو په دغه لوی  اوږدمهالي ستراتېژیک لرلید کې ننګرهار یو پرمختللی اوپرځان بسیا ولایت ګوري، داسې ولایت چې صنعت، کرنه او بڼوالي په کې د پرمختګ په حال کې وي، کرنیز محصولات په تېره بیا مالټې او زیتون یې نړیوال مشتریان ولري، داسې ولایت چې صنعت یې یوازې د راشکوبابا په بې جوړې دیګونو پورې منحصر نه وي؛ بلکې وده او پرمختګ وکړي او ښه وغوړېږي؛ داسې ولایت چې اوسېدونکي یې سوکاله او نېکمرغه ژوند ولري. د دغه راز روښانه او ځلاند لید او تصویر لپاره ننګرهاریان د رای ورکولو مرکزونو ته لاړل او خپل ملی مسوولیت یې ترسره کړ.

دویمه خبره دا ده چې له بده مرغه ننګرهار د داعش او نورو ترهګرو ډلو بریدونو سخت وځاپه. په دغو بریدونو کې د سرپردرانه زیان سربېره خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي دي. ګڼې کورنۍ چې د داعش د بریدونو له کبله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړشوې وې، لا بېرته خپلو اصلي کورونو ته نه دي ستانه شوي.

درېمه خبره دا ده چې ننګرهار د ودې اوپرمختګ لپاره ډېرښه ظرفیتونه لري: داسې آباده ځمکه چې په کال کې درې څلور حاصله ورکوي، پرېمانه اوبه، ښه هوا، لمر، ډېرښه جغرافیایي موقعیت او ډېر خواریکښ خلک. دغو ټولوته په کتو، ننګرهار د هراړخیز پرمختګ لپاره ډېر امکانات او ظرفیتونه لري. باید له دغو امکاناتو اوظرفیتونو ګټه واخیستل شي.

ننګرهاریان څه غواړي؟ تر ټولو ستره غوښتنه یې د امنیت ټینګول دي. امنیت دوه اړخونه لري: یو یې د ترهګرو د هڅو مخنیوي دی او بل د غلو او داړه مارانو پر خلاف مبارزه ده. له بده مرغه په ننګرهار کې دا دواړه ګواښونه شته او مرکزي حکومت دې په دې برخه کې ځانګړي تدابیر ترلاس لاندې ونیسي.

دویمه ستره غوښتنه یې د برېښنا بسیاکول دي. برېښنا هم د خلکو د ورځني ژوندانه لپاره اړینه ده او هم د صنعت، کرنې او بڼوالۍ د ودې او پرمختګ لپاره. له بده مرغه په دې برخه کې هېڅ پانګونه نه ده شوې او د درونټې بريښنا بند په همغه پخواني حالت کې کار کوي. د نورو بندونو د جوړولو امکانات هم شته.

څلورمه غوښتنه د اوبو مهارول دي. د اوبو مهارولو ته باید د افغانستان لپاره د یوې مهمې ستراتېژیکې موضوع په توګه وکتل شي او په اړه یې عملي ګامونه واخیستل شي.

پنځمه غوښتنه په ادارو کې اصلاحات دي. د ننګرهار اداره هر اړخیزو اصلاحاتو ته اړتیا لري.

شپږمه غوښتنه د معارف وده او پراختیا ده. هلته د ښوونکو د کمښت ستونزه ده چې بېړنی حل غواړي.

اوومه غوښتنه د ننګرهار د هراړخیزې ودې او پرمختګ لپاره د یوې ستراتېژۍ برابرول دي. دا ستراتېژي باید هغه تصویر راغبرګ کړي چې د لیکنې په پيل کې ورته اشاره وشوه.

پاى-ن.ش.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته