کابل/باختر/ د غويي د میاشتې ۲۳ مه
د فراه ولایت د پشت رود ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې ۶ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ۹ تنه نور یې ټپيان شول.
له ملي دفاع وزارت څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغه وسله وال طالبان تېره شپه له افغان ځواکونو سره د نښتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
ویل کېږي په دې نښتو کې درې تنه افغان سرتېري هم ټپيان شوي چې روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
پای/وصال