ورزش

دافغانستان او زمبابوي دکرکټ دټيمونو پنځوس اوريزه لوبه پيليږي .

کابل باختر د سلواغۍ لسمه :
دافغانستان دکرکټ  دالف ټيم نن دزمبابوي  له ټيم سره لومړۍ پنځوس اوريزه لوبه ترسره کوي .
دکرکټ بورد وياند فريدهوتک دباختراژانس خبريال ته وويل: دافغانستان دکرکټ الف ټيم دکرکټ دلوبغاړو دزياتو تجربو دترلاسه کولو په موخه دافغانستان او زمبابوي دکرکټ  دالف دټيمونو ترمنځ پنځه لوبې په هند کې ترسره کوي چې دزمبابوي  دالف له ټيم سره دوه څلور ورځنۍ لوبې او درې پنځوس  اوريزې  لوبې ترسره  کوي .
هوتک وويل چې په دغوسياليو کې تراوسه پورې افغانستان دزمبابوي له ټيم سره دکرکت  دوه څلور ورځنۍ لوبې  برابرې  پاى ته رسولې دي .
ده وويل چې ددغو دوو ټيمونو ترمنځ لومړۍ پنځوس اوريزه لوبه نن پيليږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته