ټولنه

دهرات اوسيدونکو ته دپاسپورتونو په ويشلو کې اسانتيا .

کابل باختر  دمرغومي ١٦
مسوولان دمخابراتو په اداره کې  اوسيدونکو ته دوروستى يو کال په بهير کې   ديوسلو ٧٠ زرو پاسپورتونو د ويشلو خبرورکوي
په هرات ولايت کې  دمخابراتو رييس عزيز الرحمن  طيب  دمخابراتو دادارې دفعاليتونو اودمخابراتي شبکو دخدمتونو دڅرنګوالي په اړوند وويل دمخابراتو رياست دتخنيکي  ټيمونو په جوړولو او دديتابس  سيستم په ترسره کولو دپاسپورت غوښتوونکو په خاطر زياتې اسانتياوې برابرې کړي دي .
دهرات دمخابراتو دادارې رييس په دغې خبري  غونډه کې په دغه ولايت کې دپنځو دولتي او خصوصي مخابراتي شبکو له شتون څخه خبرورکړ او زياته يې کړه   په هرات ولايت کې دمخابراتي شرکتونه وکولاي شول يو مليون فعال کاربر  دمخابراتي او انترنتي  خدمتونو تر پوښښ لاندې ونيسي چې دښار وګړي په سلو کې سل له مخابراتي خدمتوتونوڅخه  اوپه سلو کې  ٩٥ له انترنتي خدمتونو څخه استفاده کوي او دولسواليو په کچه خلک  په سلو کې  ٦٠ له مخابراتي خدمتونو  او په سلو کې  ٣٠  له انترنتي  خدمتونو څخه استفاده کوي چې په هرات کې ټول په سلو کې ٨٠  په مخابراتي خدمتوتو کې  او په سلو کې  ٧٠ انترنتي  خدمتونو کې شامل دي .
  ختم_ شکريه _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته