نړۍ

رويترز : دامريکا جمهور رييس په سيمه کې دايران پرخلاف دنوې ستراتيژۍ دڅيړنو په حال کې دى .

واشنګتن  باختر دوږي  دوه ويشتمه :
   درويترز اژانس په امريکا کې د ځينو خبرځايونو له خولې خبر ورکړ چې دمتحده ايالاتو جمهور رييس دونالد ترامپ په عراق او سوريه کې دايران او دهغه دملاتړو ځواکونو دفعاليتونو پرخلاف  د نوي ستراتيژۍ دڅيړنې په حال کې دى .
دغو خبرځايونوپه خپل اختصاصي  رپوټ کې دامريکا داوسنيو او پخوانيو شپږ مقاماتو له خولې وليکل  چې نوې ستراتيژي  ددفاع وزير جيم ميتس ، دبهرنيو چارو وزير رکن  تيلر سون ، دسپينې ماڼۍ  دملي امنيت سلاکار هربرت مکمستر او ځينو نورو مقاماتوله خوا برابره شوې ده .
درويترز خبرځايونو دڅرګندونو له مخې، دغه ستراتيژي  دملي امنيت شورا دتيرې جمعې په ورځ په يوې ناسته کې څرګنده کړه چې ددغه مقام دوو تنو ويلي دي نوي ستراتيژي  کولاى شي دجمهور رييس دموافقې په صورت کې دسپتمبر  ترپايه پورې ټولو ته دې خبر ورسيږي .
درويترز دخبرله مخې، سپينې ماڼۍ په دې باب  دنظر له څرګندونو ډډه کړې ده
  دهمدغه خبرله مخې،  ددغه ستراتيژي موخه د بالستيکي  توغندى دپروګرام دشنډولو لپاره په تهران  باندې دفشار زياتوالي او په سيمه کې دپوځي مليشو دډلو ملاتړ اوهم سايبري جاسوسي سره نښتې او دايران داټومي پروګرام باالقوه پراختيا ده .
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته