ټولنه

بيځايه شويو کورنيو مرستې ترلاسه کړې

_  ميمنه باختر دسلواغې ١٢ نيټه :
د فارياب  ولايت پنځه سوه شپيتو بيځايه شويو کورنيو پرون نغدي مرستې ترلاسه کړې .
د فارياب ولايت د مهاجرينو د راستنولو د چارو رئيس آقا محمد رحيم باختر آژانس ته وويل ؛ له دې جملې څخه د المار او پښتونکوټ ولسواليو په  درې سوه بيځايه شويو کورنيو په  هرې کورنۍ ٩٠  امريکايي ډالره  او پاتې نورو کورنيو ته په هرې کورنۍ څوارلس زره افغانۍ وويشل  شوې.
هغه زياته کړه چې  ؛  په روان کال   کې  د جګړو له امله  څلورديرش زره کورنۍ له خپلو کورونو څخه بيځايه شوي دي  چې  تراوسه پورې له  نهه  زره کورنيو سره مرسته شوې ده او په نورو پاتې کورنيو به په راتلوونکو ورځو کې مرسته  وويشل شي . پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته