سیاست

تبصـــره

 کابل باختر دوري  دمياشتې ١٣ :
ولسي جرګې ته د پاتې نوماند وزيرانو په معرفي کيدو سره د حکومت د غړو د بشپړولو په لاره کې يو بل ګام واخيستل شو.
دباختر آژانس مبصر ليکي :
هغو وزارتونو ته چې تر اوسه پورې د سرپرستانو له خوا اداره کيږي؛ شپاړلس نوې څيرې د جمهور رييس د دويم مرستيال له خوا ولسي جرګې ته معرفي شوې او د نويو نوماند وزيرانو په معرفي کيدوسره د حکومت د غړو د بشپړولو په مقصد يو بل ګام واخيستل شو.
شپاړلسو وزارتونو ته نوې څيرې په داسې حال کې معرفي کيږي چې د تيرو شپږ مياشتوپه بهيرکې چې د ملي وحدت حکومت د وزيرانو په نشتوالي او د سرپرستانو له خوا د وزارتونو اداره له يو لړ ستونزو او مشکلاتو سره مخامخه وه؛  د همدې مودې په بهيرکې دولت  له يوې ستختې آزموينې سره مخامخ و او په ځينو حالاتوکې کارونه له ستونزو سره مخامخ او په ټپه دريدلي و.
د کابينې د غړو نه شتون او دسرپرستانوله خوا دکار دوام ددې زمينه برابره کړه چې په دولت په بېلابېلو برخوکې نيوکې او انتقادونه پرې وشي، خو د نويو نوماند وزيرانو معرفي کيدل او په پاى کې له ولسي جرګې څخه د باور د رايې اخيستل د ستونزو د حل کولو او د حکومت د ستنو د ټينګښت زمينه برابروي. هغه کابينه چې بايد د عمراني پروګرامونو د خوځښت لپاره فرصتونه برابرکړي. پرمختيايي پروژې په کار واچوي؛ اداري ناخوالې او ګډوډۍ پاى ته ورسوي؛ د ناوړو استفادو مخه ونيسي؛ بهرنۍ مرستې جلب او په پاى کې اوسنى ګډوډ حالت سم کړي.
په داسې حال کې چې په تيرو شپږومياشتوکې د کابينې په نشتوالي کې د دغو ناخوالو له امله رامنځته شوې پايلې مشهودې وې؛ دولت د پاتې  وزيرانو په معرفي کولو سره د حکومت د غړو د بشپړولو په مقصد خپل کار پاى ته ورساوه او اوس په ملي شورا کې د خلکو د استازو وار دى چې په کوم نظر او په کومې ژمنې سره  د معرفي شويو نوماند وزيرانو په وړاندې دريږي.
د دولت ژمنه د يوې متخصصې  او د غوره سالارۍ داصل له مخې د کابينې معرفي کول و؛ وليدل شي چې د خلکو استازي به څومره خپله دغه ژمنه عملي کړي.
خلک هيله لري چې استازي يې د دولت هغه ژمنه چې اصل يې تخصص او غوره سالاري ده؛ په پام کې ونيسي او د نوماند وزيرانو په نسبت له سليقوي چلند څخه دې ډډه وکړي. نه دا چې له نوماند وزيرانو سره د دوى چلند د تورتم قومي، ګروهي او ګوندي نظر په بندکې پاتې شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته