سیاست

جمهوررئیس غني بلخ ولایت ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له بېلابېلو قشرونو سره وکتل، د هغوی ستونزې او اړتیاوې یې واورېدې

کابل باختر دليندى  نهمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غنی د اقینې د اوسپنې پټلۍ له پرانېستلو وروسته د بلخ ولایت له خلکو سره د همدردۍ او غمشریکۍ په موخه مزارشریف ښار ته ورغی.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
جمهوررئیس د عطامحمد نور او د سیمې د یو شمېر مشرانو او په ملي شورا کې د دغه ولایت د استازو له تاوده هرکلي سره مخامخ شو. هغه لومړی د روضې شریف زیارت ته ورغی او د دعا تر څنګ یې جومات چې کار پرې روان دی هم وکوت. 
جمهوررئیس غني لومړی د بلخ ولایت سرپرست والي عطامحمد نور او د دغه ولایت اداري پلاوي سره په کتنه کې د ټولو شهیدانو په ځانګړي ډول د بلخ ولایت وروستیو شهیدانو روح ته دعا وکړه. په دى کتنه کې د بلخ والي جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د اقینې د اوسپنې پټلۍ پرانېسته یې د افغانستان لپاره ستره لاسته راوړنه وبلله او ټولو خلکو ته یې مبارکي وويله.
د بلخ والي د دغه ولایت د عمومي وضعیت په اړه جمهوررئیس ته راپور ورکړ وې ویل، د سیمه‌ییزو مسوولانو د هڅو او کوښښونو په پایله کې دغه ولایت له نسبي امنیت څخه برخمن دی او دښمنان په بلخ کې د نظم او امنیت پر وړاندې په خنډ اچولو نه دي بریالي شوي. هغه زیاته کړه، امنیتي او دفاعي ځواکونه په دې بریالي شوي دي چې د دښمن د زیاتو کړغیړنو پلانونو مخه ونیسي.
جمهوررئیس په دى کتنه کې وویل، زه د بلخ له خلکو سره د غمشریکۍ او همدردۍ په خاطر راغلی یم، تر څو د هغې وروستۍ پېښې له امله چې زموږ یو شمېر وطنوال په کې شهیدان او ټپيان شوي دي، خپله همدردي څرګنده کړم. هغه د بلخ ولایت د سیمه‌ییزو مسوولانو له کړنو خوښي وښوده او د چارو د لا ښه پرمختګ په برخه کې يې هغوی ته د بریالیتوب هیله وکړه.
ورپسې جمهوررئیس په بلخ ولایت کې له یو شمېر ښځینه فعالانو سره وکتل چې په بېلابېلو برخو کې یې د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.
لومړی یوې میرمنې د نورو په استازیتوب خبرې وکړي او ټولو ته یې د اقینې د اوسپنې پټلۍ د پرانېستو مبارکي وويله او د انکشافي وضعیت د ښه‌والي په برخه کې يې د جمهوررئیس هڅې وستایلې.
هغې زیاته کړه، په لرغوني بلخ کې په ټولو ډګرونو کې فعالې مخکښې ښځې شته. هغې په دولتي ادارو کې د ښځو لازياتې ونډې ته پاملرنه وغوښته.
جمهوررئیس وویل، زما له نظره ښځه دویم شخصیت نه دی، افغانې ښځې بایدپه دى پوه شي چې دوی لومړی درجه شخصیتونه دي. هغه زیاته کړه، ښځې په هېواد کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي، دا ستونزې باید طبقه بندي شي او د حل لارې چارې دې ولټول شي.
هغه څرګنده کړه، زه په دولتي ادارو کې د ښځو د حضور له فیصدۍ راضي نه یم، په دې برخه کې د ښځو لا زیاتې همکارۍ او مرستې ته اړتیا لیدل کېږي چې د دوی متخصص کادرونه په مناسبو ځایونو کې وګومارل شي.
جمهوررئیس غني وویل، د مارچ د اتمې په مناسبت بندي ښځو ته ځانګړی تحفیف په پام کې نیول شوی دی او همدارنګه ښځو ته د کار موندنې پروګرام هم شته چې په عملي کېدو سره به یې ښځو ته مناسب کاري فرصتونه برابرشي.
ورپسې د هېواد جمهوررئیس د بلخ ولایت د ولایتي شورا له استازو سره وکتل او په بېلابېلو برخو کې يې د هغوی غوښتنې واورېدې.
لومړی د دغه ولایت د ولایتي شورا رئیس ډاکټر افضل حدید پر بېلابېلو موضوعاتو وغږید. هغه له جمهوررئیس څخه وغوښتل چې د بلخ ۱۷کیلومتري سړک، د سرې اوبريښنا فابریکې او روضیې شریفې د ګنبدې بیارغاونې ته ځانګړې پاملرنه وکړي. هغه د ولایتي شورا داخلي اړتیاوو ته هم اشاره وکړه او له جمهوررئیس څخه یې وغوښتل چې دغو مواردو ته پاملرنه وکړي.
په دى کتنه کې د ولایتي شورا دوو تنو غړو هر یو سید عبدالله مسرور او ښاغلي کاکړ هم خبرې وکړې او د آموسیند په غاړو کې د استحکاماتو او په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو د تشکیل د زیاتوالي په اړه یې مشخص وړاندیزونه وکړل.
جمهوررئیس وویل، د روضیې شریف د چت د بیارغاونې لګښت ورکول شوی دی، اوس د دې اړتیا ده چې کمېټه جوړه شي او د دغه لګښت له څرنګوالي وڅاري.
هغه زیاته کړه، د سرې اوبريښنافابريکې پر ستونزو به د اقتصادعالي شورا کې بحث وشي او د امو سیند د استحکاماتو په اړه یو تخنیکي پلاوی ګومارل کېږي چې وضعیت وارزوي.
هغه وویل، ژر به د ټول هېواد د ولایتي شورا له استازو سره به کابل کې ملاقات وکړي او په بېلابېلو موضوعاتو له هغه جملې د ولایتي شورا د غړو پر وظیفوي ستونزو به له دوی سره بحث او خبري وکړي.
د دې په دوام، د هېواد جمهوررئیس د دغه ولایت له یو شمېر عالمانو سره وکتل. په پیل کې محمدشاه عادلي او حسین علي بیاني د عالمانو په استازیتوب د خلکو ترمنځ د ورورګلوۍ او اخوت په اړه خبرې وکړې وې ویل، په بلخ ولایت کې خلک د یو بل د منلو او زغم په روحیه خپلو کې ژوند کوي او دښمنانو ته به هیڅکله د تفرقې اچولو وخت او اجازه ور نه کړي.
هغوی زیاته کړه، موږ تل د حکومت له پروګرامونو په ځانګړي ډول د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ کړی دی او له جمهوررئیس څخه یې وغوښتل چې د فساد په ضد مبارزه کې له زیات قاطعیت څخه کار واخلي
د هېواد جمهوررئیس وویل، فساد او د ځمکو له غصب سره د حکومت جدي هڅې او مبارزه روانه ده، له فساد سره زموږ مبارزه به اصولي، چټکه او له تدبیر سره مله وي. هغه په دى برخه کې د خلکو په پوهولو کې د عالمانو رول ګټور وباله.
جمهور رئیس محمد اشرف غني، ورپسې د بلخ ولایت له مخورو او مشرانو سره وکتل. لومړی محمد یونس مقیم د مشرانو په استازیتوب خبرې وکړې او جمهوررئیس ته یې ښه راغلاست ووایه. هغه د آقینې د اوسپنی پټلۍ د پرانېستلو د مبارکۍ تر څنګ وویل، هیله لرو چې ستاسو په ښو اقداماتو سره به افغاستان د پرمختللو هېوادونو په کتار کې راشي. هغه وویل چې په بلخ ولایت کې بېلابېل قومونه د یو بل تر څنګ سوله‌ییز ژوند کوي او دښمنانو ته به د نفاق اچولو اجازه ور نه کړي.
د هیواد جمهوررئیس مشرانو ته په خطاب کې وویل، د ثبات کيلي تاسو یاست او د بلخ ولایت مشران د بلخ د ثبات نبض دي. هغه وویل چې د آقینې د اوسپنې پټلۍ په پرانېستلو سره یو لوی ګام د سوداګری او نړیوال ترانزیت په برخه کې اخیستل شوی او د اوسپنې پټلۍ د پراختیا لپاره به نور اقدامات هم وشي.
جمهوررئیس غني وروسته په هغې غونډه کې چې د بلخ ولایت د یو شمیر ځوانانو او د مدني ټولنې فعالانو په حضور کې جوړه شوې وه، ګدون وکړ. لومړی سید عبدالحمید صفت د مدني ټولنې په استازیتوب خبرې وکړې.
هغه وویل چې په بلخ ولایت کې مهمې ادارې لکه د ولایت مقام او ښاروالي د سرپرستانو لخوا اداره کیږي او موږ د دې لړی د پای ته رسولو غوښتونکي یوو. هغه همدا راز له جمهوررئیس څخه وغوښتل چې ځوانانو ته د کار موندنې، بېوزلي له منځه وړلو، له اعتیاد سره مبارزې، د امنیت ټينګولو او د بیان آزادی مصوونیت برخو کې جدي پاملرنه وکړي.
استاد فکرت هم د ځوانانو په استازیتوب د دغه قشر د ستونزو او غوښتنو په هکله خبرې وکړې، او وې ویل: خوشاله یم چې عالم جمهور رئیس لرو او د خلکو سیاسي ولولې په ښه توګه درک کولی شي.
هغه له جمهوررئیس غني څخه وغوښتل چې د ځوانانو د فعالیتونو لا ډېر ملاتړ وشي او لوستو ځوانانو ته د لا ډېر کاري فرصتونه برابر شي. فکرت د ځینو ډلو لخوا تندلاریتوب ته د ځوانانو هڅول یو جدي ګواښ وباله.
جمهور رئیس د ویناوالو د خبرو له اورېدو وروسته وویل، زه په تاسو ویاړم چې په بشپړ وضاحت مو خپلې غوښتنې او وړاندیزونه مطرح کړل. هغه وویل چې هیڅوک زموږ ځوانان نشي څنډې ته کولی، زموږ ځوانان باید د منفي بحثونو ښکار نشي.
جمهور رئیس د ۱۳۹۴ او ۱۳۹۵ کلونو ستونزو ته اشاره وکړه او وې ویل، موږ په دغو کلونو کې له درېوو سیاسي، امنیتي او اقتصادي لیږد نه تېر شوو او تېر کال زموږ د پايښت کال وو، دښمن ډېرې هڅې وکړې خو خپلو شومو اهدافو ته ونه رسېدل.
جمهور رئیس له ځوانانو وغوښتل چې د اصلاحاتو له بهیر څخه ملاتړ وکړي، ځکه د ادارې له اصلاح او مسلکي کولو پرته مونږ نشو کولی ګټور او موثر کارونه وکړو.
جمهور رئیس او ورسره پلاوي یې وروسته د شپې میلمستیا کې چې د بلخ ولایت د سرپرست لخوا شوې وه، ګدون وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته