نړۍ

په حما ښار د سوريې دجنګي الوتکو د بريد له امله څه ناڅه ٩٠ تنه ووژل شول .

دمشق- باختر د مرغومي څلورمه:
  د سوريې د بشر د حقوقو مدافعان وايي چې د حما ولايت په مرکز د سوريې دجټ جنګي الوتکو په هوايي بريد کې څه د پاسه شپيته تنه وژل شوي او يو شمېر نور هم ټپيان شوي دي
ځينو خبرځايونو د وژل شويو کسانو شمېر څه ناڅه نوي تنه اعلام کړي دي .
دغه بريد په يوې نانوايي شوى دى چې دلسګونو تنوپه وژل کېدو سربېره،  ٥٠ تنه نور تپيان شوي دي چې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى او د سر د زيان د شمېر د زياتوالې امکان شته .
د سيمه ئيزې همغږي د کميټې فعالين وايي چې دغه يومخيزې وژنې د سوريې  د رژيم د ځواکونو له خوا شوې دي او حلفايا ښار چې کنترول يې د دولت د وسله والو مخالفينو په لاس کې دى؛ له انساني بحران او د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ دى، ځکه دغه ساحه د دولتي ځواکونو له خوا کلابنده شوې ده .
د بشر د حقوقو د فعالينو دڅرګندونو له مخې: په لسګونو تنو له څو ورځو بې ډوډۍ وروسته د ډوډۍ د ترلاسه کولو لپاره په دې نانوايي کې ليکې  جوړې کړې وې .
په سوريه کې د نا اراميوله پيل څخه تراوسه پورې څه دپاسه ٤٤ زره تنه وژل شوي دي چې ٣١ زره تنه يې ملکي وګړي دي.
دغه بريد په داسې حال کې کيږي چې دملګروملتو د سازمان او د سوريې په چارو کې د عربو د اتحاديې استازى  اخضر ابراهيمي د نا ارميو او د هغو د پاى ته رسولو لپاره د حل د لارې د موندلو په باره کې د خبرو لپاره دمشق ته رسيدلى دى.
دا د سوريې د چارو د استازى په توګه د ده د ټاکل کېدو له وخت څخه دمشق ته د ابراهيمي دويم سفر دى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته