خبرونهنړۍ

د اسرایلو د ماتې نښې؛ صهیونست پوځ غزه کې د شاتګ هڅې کوي

نړۍ، د کب ۵ مه، بهرنۍ رسنۍ

داسې حال کې چې د فرانسې په پاریس کې د اسرایلو او فلسطیني جهادي ډلو ترمنځ د اوربند هڅې روانې دي، اسرایلي رسنیو خبر ورکړی، چې د بنیامین نتانیاهو حکومت له روژې وړاندې له حماس او نورو فلسطیني ډلو سره د اوربند ټینګېدو او د بندیانو تبادلې ته زړه ښه کړی دی.

اسرایلي رسنیو د ځینو صهیونست چارواکو له قوله ویلي، چې اسرایلي پوځ تر دې زیات د حماس او نورو جهادي ډلو پر وړاندې د جګړې توان نه لري.

دغه راز ځینو نورو رسنیو راپور ورکړی، چې اسرایل پر لبنان د برید توان نه لري او هڅه کوي له حزب الله ډلې سره روانې ناندرۍ له نورو لارو حل او فصل کړي.

ورته وخت کې د ایران تسنیم خبري اژانس د امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز د خبر په حواله راپور وکړی، چې اسرایل د حماس د پوځي قوت په له منځه وړلو کې پاتې راغلي او نه شي کولی دغه قوت له منځه یوسي.

نیویارک ټایمز دغه راز ویلي، چې دا مهال ۵ زره د حماس جنګیالي یواځې د غزې په شمال کې فعال دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته