کابل باختر د مرغومي څلورمه :
په کابل ښار کې نن سهار د دوو چاودنو غږونه واوريدل شول.
دباخترآژانس دخبر له مخې: دکابل ولايت امنيه قوماندان جنرال ظاهر ظاهر رسنيوته وويل: لومړۍ چاودنه دکابل ښار د پوليسو دشپاړلسمې حوزې په ساحه کې د يو توغندي دلګيدو زيږنده وه . کله چې پوليس د پيښې سيمې ته دپيښې د څيړنې په خاطر تللي وو؛ هغه ماين چې پخوا په سيمه کې ځاى پرځاى شوى و؛ وچاوديد او درې تنه پوليسان يې ټپيان کړل .
دغه راز بل توغندي چې د ريموټ کنترول په واسطه توغولوته چمتو شوى و؛ له چاودنې مخکې دپوليسو له خوا شنډ کړاى شو.
ويل کيږي په دې پيښه کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ