ورزش

دبايسکل ځغلولو په سياليو کې بريدمل مسعود لمړى مقام وګاټه

کابل باختر د سلواغې  نهه ويشتمه :؛
دبايسکل ځغلونې په هغولوبو کې چې دکابل ښاروالۍ ، دبايسکل ځغلونې فدراسيون ، دمدني ټولنې دملاتړ دشبکې او دژوندانه دچاپيريال ساتنې دملي ادارې دبنسټونو دټيمونو ترمنځ په کابل کې ترسره شوې  دسپورتي کلوپ  ورزشکار بريدمل مسعود لومړى مقام وګاټه .
دملي دفاع وزارت دوياند تورنجنرال دولت وزيري دڅرګندونوله مخې، په دغوسياليو کې څلور سوه تنو نارينه ورزشکارانو او يوسلو شپيتو تنو  ښځينه ورزشکارانو ګډون کړي و .
دوزيري دڅرګندونوله مخې، په دغوسياليو کې دافغانستان  دملي اردو نهه کسيز  ټيم چې دملي دفاع وزارت دستر درستيز  دښوونې او روزنې رياست دسپورت دآمر ډګروال محمد اشرف (تقدير)  له خوا رهبري  کيده دسپورتي  کلوپ بريد مل مسعود لومړى مقام دپوځي ملي اکاډمۍ  محصل فخر الدين دويم مقام او دکابل دپوځي تعليمي مرکز بريد مل  عبدالحکيم  دريم مقام وګاټه .  دمراسمو په پاى کې برابر شوي  سوغاتونه  دکابل ښاروالۍ داجراييه رياست او دژوندانه دچاپيريال ساتنې رياست داستازو له خوا ګټوونکو ته ورکړى شول .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته